پولنډ: بلاروس غیر قانوني پناه غوښتونکي د ژوندۍ وسلې په توګه کاروي

د بلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله

پولنډ پر بلاروس تور پورې کړی چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکو ته یې اجازه ورکړې چې د پولنډ پر لور ورشي او دا کار يې د پولنډ د هغه اقدام په غبرګون کې کړی چې تېره اوونۍ يې د بلاروس ورزشکارې کرسټينا څيمانوسکایا ته پناه ورکړه.

څيمانوسکایا له توکیو المپیک لوبو څخه خپل هېواد ته له تګه ډډه وکړه او د پولنډ تر ډپلوماټيک خوندیتوب لاندې وارسا ته لاړه.

څیمانوسکایا پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي وو چې ګڼې بلاروسۍ لوبغاړې د ډوپېنګ د ټېسټونو لپاره د کافي وسایلو د نشتوالي له کبله د توکیو له المپیک لوبو بې برخې شوې. دې د شنبې په ورځ وویل چې د بلاروس چارواکو د دې د خوښې خلاف غوښتل دا بلاروس ته بوځي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماچې واسیک Maciej Wasik د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ وویل چې منسک غیر قانوني پناه غوښتونکي د ژوندۍ وسلې په توګه کاروي. ده وویل چې دا پناه غوښتونکي تر ډېره د عراق او افغانستان دي.

د بلاروس چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

اروپايي ټولنې د اګسټ په پنځمه د بلاروس استازی د پناه غوښتونکو د ستونزې په اعتراض کې احضار کړ چې ګواکې منسک د اروپايي ټولنې د بندیزونو په غبرګون کې رامنځته کړي.

تردې مخکې لېتوانیا هم شکایت کړی چې بلاروس غیر قانوني پناه غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ننوځي.