بلخ چارواکي: مزارشریف کې ماین چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړل

چارواکي وايي، دا چاودنه د روضې شریف په لویديځه برخه کې شوې.  

د بلخ د پولیسو ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپيان شول.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د پنجشنبې(د زمري ۱۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه پرون تر مازېګر مخکې د روضې شریف په لویديځه برخه کې د نظرګاه سیمه کې وشوه.

د ده په وینا، ماین په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو.

له بلې خوا د بلخ حوزوي روغتون مشر غوث الدین انوري وویل چې په ټپيانو کې کوچنیان او دوه نظاميان شامل دي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه هېڅ چا نه دی منلی.