مارشال عبدالرشید دوستم وايي، وسلهوال طالبان هڅه کوي چې په شمال یا لوېدیځ کې د یو مهم ولایت مرکز ونیسي.
د افغانستان د ملي جنبش مشر چې تازه له ترکیې راستون شوی ننیې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبانو پر څو ولایتونو زیات تمرکز کړی دی.
ښاغلی دوستم زیاتوي: "طالبان تر بل هر ولایت زیات له خپلو ټولو امکاناتو څخه د جوزجان، بیا د تخار، هرات او کندهار د نیولو لپاره کار اخلي څو د دې ولایتونو له مرکزي ښارونو څخه یو لاندې کړي."
جوزجان چې د دوستم پلرنی ټاټوبی او د نوموړي د نفوذ سیمه بلل کېږي دا مهال پهکې طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي او د شبرغان ښار د نیولو لپارهیې بریدونه زیات کړي دي.
همدارنګه هرات، کندهار، تخار او هلمند کې هم چې دوستم ورته اشاره وکړه دا مهال ګڼې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي او ولایتي مرکزونهیې د حکومتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د کوڅه په کوڅه جګړو شاهدان دي.
ښاغلي دوستم وویل چې د افغانستان څخه د دفاع لپاره باید یو قوي پرېکړه وشي.
عبدالرشید دوستم د روان کال د جوزا په میاشت کې ترکیې ته تر سفر مخکې په څو ولایتونو له هغې جملې جوزجان کې د پوځي عملیاتو مشري کوله.
نوموړی د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته ستون شو او ټاکل شوې ده چې په ځینو سیمو کې د طالبانو په وړاندې د پوخي عملیاتو مشري وکړي.