غني او رئیسي د افغانستان او ایران "د همکاریو او اړیکو پر پراختیا" خبرې وکړې

د افغانستان او ایران ولسمشرانو لیدنه

د افغانستان او ایران ولسمشرانو نن په تهران کې سره د افغانستان او ایران ترمنځ "د همکاریو او اړیکو پر پراختیا" خبرې کړې دي.

ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي جمهور رئیس اشرف غني او جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي ترمنځ دې لیدنه کې د ایران نوي جمهور رئیس "د افغانستان اسلامي د اسلامي دولت څخه د ملاتړ په تداوم او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پر کوښښونو ټینګار وکړ."

ارګ د ایران د نوي جمهور رئیس ښاغلي رئيسي له خولې وايي: "د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوم."

رئیسي زیاته کړې چې ګاونډيان په ځانګړي ډول افغانستان‌یې "په بهرني سیاست کې لوړ مقام لري."

افغان جمهور رئیس ایران ته، د دې هیواد جمهور رئیس په توګه د ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کړی دی.

دا سفر داسې مهال کېږي چې تهران څو اوونۍ مخکې د طالبانو د یو پلاوي کوربه و.

افغان چارواکو تر دې مخکې وخت ناوخت ایران د طالبانو او همدارنګه هغو وسله‌والو په ملاتړ تورن کړی چې د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو پر بندونو بریدونو کې لاس لري.