افغان ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه ځینو سیمو کې 'پوځي عملیات' پیل کړل

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

افغان ځواکونه وايي، د هلمند مرکز لښکرګاه په هغو سیمو کې یې پوځي عملیات پیل کړي چې په وروستیو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي نن د دې عملیاتو په اړه وویل: "د لښکرګاه په لارو او سړکونو د الله اکبر په نعرو له طالبانو څخه د سیمو د نیولو چاڼیز عملیات پیل شول. عملیات به تر هغې دوام وکړي تر څو وروستي طالبان وځپل شي."

بل‌خوا د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر لیکلي دي چې افغان هوايي ځواک نن د لښکرګاه په ختیځ کې د طالبانو په یوه ۳۰ کسیزه غونډه بمباري کړې چې په‌کې د دې ډلې مشران هم وو.

طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې مخکې یې افغان ځواکونه تورن کړي و چې په هوايي بریدونو کې یې ولسي خلکو او عامه ودانیو ته زیان رسولی دی.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلی امان وايي چې په لښکرګاه‌یې ځمکنیو او هوايي بریدونو ته زور ورکړی او ډېر ژر به دا ښار له طالبانو پاک کړي.

د ۲۰۱۵ میوند قول اردو قوماندان سمېع سادات د سې شنبې په ورځ د لښکرګاه د ښار د ځینو سیمو له خلکو غوښتي و چې له خپلو کورونو دې ووځي څو په عملیاتو کې زیانمن نه‌شي.

دا مهال د لښکرګاه ښار ډېرې سیمې وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي. افغان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي، طالبانو د ولسي خلکو په کورونو کې ځای نیولی او هغوی نه‌پرېږدي چې له کورونو ووځي او دې چارې د حکومتي ځواکونو عملیات د ولسي مرګ‌ژوبلې د مخینوي لپاره سلو کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ پر لښګرکاه د یوې اوونۍ جګړو په ترڅ کې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله او شخصي او عامه شتمنیو درانه زیانونه لیدلي دي.