د ارزګان والي: طالبانو شاعر او مورخ عبدالله عاطفي وژلی

شاعر او مورخ عبدالله عاطفي

د ارزګان والي وايي، وسله‌والو طالبانو په دې ولایت کې یو شاعر او مورخ وژلی دی.

محمد عمر شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو په چورې ولسوالۍ کې عبدالله عاطفي په نوم دا شاعر او لیکوال تېره شپه لومړی شکنجه کړی او بیا یې وژلی دی.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "طالبانو تېره شپه شاعر او تاریخ لیکونکی عبدالله عاطفي په چوره ولسوالۍ کې له کوره ایستلی، لومړی یې شکنجه کړی او وروسته‌یې شهید کړی دی."

چوره ولسوالۍ دا مهال د وسله‌والو طالبانو په لاس کې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم وژل شوی عاطفي په اقتصاد او تاریخ پوهنه کې د دوو ماسټریو لرونکی بللی او د هغه د وژلو پړه‌یې پر طالبانو اچولې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر ویلي، د افغان ذهنیت تر برید لاندې دی.

خو طالبانو د عاطفي په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي: "عاطفي یو بې‌طرفه لیکوال او شاعر و، د قتل قضیه‌يې چې شخصي معلومېږي او په خفه ډول وژل شوی."

د طالبانو تر واک لاندې ځینو نورو سیمو کې هم په وروستیو اوونیو کې یو شمېر کسان له کورونو ایستل شوي او وژل شوي دي چې په ډېرو کې یې طالبانو لاس لرل رد کړي او په اړه‌یې د څېړنو د پیل ویلي، خو تر اوسه د کومې وژنې د څېړنې پایلې رسنیو سره نه‌دي شریکې شوي.

د مجاهد په وینا څېړنه روانه ده او دوی هڅه کوي چې عاملین‌يې پیدا او مجازات کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو لیکوالو، فرهنګیانو او ټولنیزو فعالانو د عبدالله عاطفي وژل غندلي او هغه‌یې یو داسې عالم او لیکوال بللی چې په هېڅ سیاسي لوري پورې یې تړاو نه‌درلود.