چارواکي: نورستان کې د کچالو حاصل ۲۰ سلنه زیات شوی

ارشیف، د افغانستان کچالو

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، روان کال په نورستان کې د کچالو په حاصل کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، تېر کال په دغه ولایت کې په ۲۰۰ هکتاره ځمکه کې کچالو کرل شوي وو چې نږدې څلور زره مټریک ټنه کچالو یې کړي وو.

د نوموړي په وینا، روان کال په دغه ولایت کې په ۲۳۰ هکتاره ځمکه کې کچالو کرل شوي و چې څلور زره ۶۰۰ مټریک ټنه کچالو یې کړي، زیاتره ځمکه په مرکز پارون کې کرل شوې ده.

ښاغلی رستمي زیاتوي چې دا شمېرې ښکاره کوي چې د تېر کال پرتله ورکې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، د کچالو کښت ته د بزګرانو لېواتیا، کچالو لپاره د مناسب بازار او بزګرانو سره فني او مسلکي مرستې هغه عمده لاملونه دي چې په نورستان کې د کچالو په حاصل کې زیاتوالی راوستی.