راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غږیږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

تمه ده چې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

ځینو ډپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې ښایي دا غونډه د شنبې یا یکشنبې په ورځ وشي.

د افغانستان حکومت د چهارشنبې (د زمري ۱۳مه) په ورځ د داسې یوې غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې شخړې کمې کړي. د امنیت شورا په بیان کې پر اوربند هم ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د سږ کال لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د تېرکال همدې مودې پرتله ملکي تلفات اووه څلوېښت په سلو کې زیات شوي دي.