نی: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لسګونه رسنۍ فعالیت نه کوي

ارشیف

په هغو سیمو کې چې طالبانو په وروستیو کې نیولي دي د لسګونو راډیوګانو او ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وایي چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو او په ولایتونو کې د جګړو له شدت سره یو پنځوس رسنۍ د اپریل له میاشتې راهیسې فعالیت نه کوي.

د نی په باور د دې رسنیو د بندېدو له امله تر زرو ډېرخبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره شوي دي.

د طالبانو د رژیم په وخت یوازې شریعت غږ راډیو خپرونې کولې او په دوه زره لومړي کال کې د دوی د رژیم له ماتې را وروسته په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یو سل او اویا راډیوګانو او لسګونو ټلویزیونونو خپرونې پيل کړي دي.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې د وروستیو امنیتي ستونزو له امله تر سلو ډېرو خبریالانو له ولایتونو کابل ته پناه راوړې ده.