ولسمشر غني ایران ته ولاړ

ارشیف، ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) سهار ایران ته روان شو.

نوموړی به تهران کې د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او له ایراني چارواکو سره به جلا جلا لیده کاته هم ولري.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې یو ورځني سفر کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي د ولسمشر ملګرتیا کوي.

ښاغلي رییسي د سې شنبې په ورځ هم د تحلیف یو لړ مراسم ترسره کړل، خو نننۍ مراسم یې د ایران په پارلمان کې ترسره کېږي.