د هرات په لسګونو مېرمنو په سمبولیک ډول پرون چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) وسلې را واخېستې او په دې ډول یې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ څرګند کړ.
دا مېرمنې د هرات د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په کور کې راغوندې شوې وې او ویل یې چې دوی دې ته چمتو دي چې د نارینه وو ترڅنګ د هرات د ښار دفاع وکړي.
د دې مېرمنو له ډلې، رقیې او سوسن ازادي راډیو ته وویل: "غواړم دښمن ته دا څرګنده کړم چې زموږ هېواد او خلک یوازې نه دي، موږ ټول سره متحد یوو، طالبان به له هېواده وشړو.
-موږ د امیر صاحب اسماعیل خان ملاتړ کوو، ما له پرون راهیسې د خپل هېواد د یو نیم زر کسانو لپاره ډوډۍ پخه کړې ده."
اسماعیل خان تردې مخکې د هرات له استوګنو غوښتي وو چې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره منظم شي.
د هرات ښار له امنیتي کمربندونو سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.