بریتانیا: عمان خلیج کې بېړۍ تښتونکي له یوې بېړۍ وتلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بریتانیا سمندري ځواک ویلي چې په عمان خلیج کې د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نژدې بېړۍ تښتونکي له یوې بېړۍ وتلي دي.

هغوی وروسته له دې ووتل چې د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د امنیت ادارې تېره شپه د بیړۍ تښتول کېدو د احتمال خبر ورکړ.

لوېډ لېست او دریاد ګلوبل شرکتونو ویلي چې تښتونکو غوښتل چې هغه بېړۍ وتښتوي چې قیر په کې بار وو او د پاناما بیرغ پرې ځوړند و.