چارواکي: کابل کې نننۍ چاودنې ۳ تنه ژوبل کړل؛ پرونی برید طالبانو کړی

کابل کې نننۍ برید

کابل کې نن بله چاودنه وشوه او د لومړنیو راپورونو له مخې، درې تنه په کې ژوبل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز فرانس پریس اژانس ته ویلي، دا چاودنه د شهیدانو د ورثه وو او معلولانو وزارت ته نژدې شوې او په ترڅ کې یې درې تنه ژوبل شوي دي.

د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

هاخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرپور کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې د ۵ بریدګرو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) وویل چې اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي: "د کابل په شېرپور سیمه کې د وحشي ترهګرو د حملې په نتیجه کې ۸ تنه شهیدان شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. اکثره شهیدان او ټپیان ملکي وګړي دي. د حمله کوونکو شمېر ۵ تنه و چې په ۵ ساعتونو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له لوري ووژل شول."

وسله والو طالبانو د دې موټربمي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو د تېرې شپې حمله کړې ځکه چې د برید په ځای کې مهمه غونډه روانه وه.