د امریکا متحدو ایالاتونو د نړۍ د کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین د ۵۰۰ میلیونه ډوزه د استولو لړۍ پیل کړه.
په دې کې د فایزر او بایو این ټیک واکسینونه شامل دي چې سلو هېوادونو ته استول کېږي.
دا مرسته ولسمشر جو بایډن پرون د اګسټ په درېیمه اعلان کړه، ویې ویل متحدو ایالاتونو لا مخکې ۶۵ هېوادونو ته د دې واکسین د ۱۱۰ میلیونه ستنو مرسته استولې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې د کرونا ضد واکسین دا کچه د هغې مرستې پرتله لوړه ده چې د روسیې او چین په ګډون ۲۴ نورو هېوادونو په ګډه کړې ده.
ولسمشر بایډن وویل، متحدو ایالاتونه به د دې ۵۰۰ میلیونه ډوزو په ګډون بې وزلو هېوادونو ته د دې واکسین سلګونه میلیونه نورې وړیا ستنې هم ورکړي.