چارواکي: جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو مشکوک قاتل نیول شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په مرکز جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو مشکوک قاتل نیولی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن چهارشنبې خپور شو ویلي، تورن کس په بهسودو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

روان کال د وري یا حمل په ۱۰مه نېټه په جلال‌اباد ښار کې درې واکسیناتورانې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو ووژل شوې.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په بیان کې راغلي دي چې نیول شوی تورن، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هدفي وژنو غړی و او په لومړنیو تحقیقاتو کې هم په جلال اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو په وژنه کې دخیل پېژندل شوی و.