د روان وضعیت په اړه له ملګرو ملتونو نه د افغانستان غوښتنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له خپل هندي سیال اېس جی شنکر سره ټیلیفوني خبرې کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د روان حالت په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر دا غوښتنه پرون سې شنبې له خپله هندي سیال اېس جی شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه.

هند اوس مهال د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې ښاغلي اتمر د هغو بریدونو په اړه چې د افغانستان د عام ولس د وژنې او بې ځایه کېدو لامل کېږي له خپل هندي سیال سره خبرې وکړې.

بیان زیاتوي چې ښاغلي اتمر په افغانستان کې له بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ډلو سره په همغږۍ کې د طالبانو حملې جنګي جنایت وباله او د دې ناورین د دوام په اړه یې خبرداری ورکړ.

په بیان کې راغلي دي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شنکر هم په افغانستان کې د طالبانو او تروریستي ډلو له خوا د تاوتریخوالي، ناامنیو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو د وړاندیز په اړه به غور او سلامشورې وکړي.