هغه څه باندې ۱۷زره لرغوني اثار چې د امریکا له متحدو ایالاتونو او نورو هېوادونو ترلاسه شوي وو، بېرته د عراق د کلتور وزارت ته وسپارل شول.
د عراق حکومت پرون د دغو اثارو د تسلیمۍ پرمهال دا د دغه هېواد په تاریخ کې د لرغونو اثارو د ستنولو تر ټولو پراخ مورد بللی دی.
د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي ویلي، د دغو اثارو لویه برخه څلور زره کاله لرغونتیا لري چې امریکا ته یې په وروستي سفر کې تسلیم کړي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر، فواد حسین پرون د کلتور له وزیر سره یوځای یوه کنفرانس ته وویل، نور اثار له جاپان، هالنډ او ایټالیا څخه ترلاسه شوي دي.
له ۲۰۰۳میلادي کال راهیسې د جګړې او بې ثباتۍ پرمهال د عراق ګڼ انتیک او لرغوني اثار لوټ شول.