کندهار والي: طالبانو سلګونه کسان نیولي او د کرښې هاخوا یې زنداني کړي

د کندهار والي روح الله خانزاده

د کندهار والي وايي، وسله والو طالبانو د غچ­ اخیستنې د حملو په لړ کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو کسان نیولي او د کرښې هاخوا یې په زندانونو کې ساتي.

روح اله خان زاده، پرون ناوخته ملي ټلوېزیون ته په خبرو کې وویل، تر اوسه د ۴۰ کسانو جسدونه تثبیت شوي دي: "په سلګونو کسان لادرکه دي، خو مړي د ټولو نه دي موندل شوي. یوازې د ۴۰ او ۴۵ ترمنځ مړي پیدا شوي دي. هغه معلومات چې زه لرم دغه نیول شوي کسان له پولې اړول شوي او هلته زندانیان دي. اکثریت یې د دولت سرتېري او کار کوونکي وو."

په همدې اړه په کابل کې د متحدو ایالاتونو او بریتانیا سفارتونو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې وویل، وسله والو طالبانو د غچ اخيستنې د حملو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي په ډله ییز ډول وژلي چې جنګي جرمونه ګڼل کېدای شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، وسله والو طالبانو د چنګاښ/سرطان پر ۲۳مه د سپین بولدک تر نیولو وروسته شااوخوا ۴۰۰ تنه ملکي وګړي یا ونیول او یا یې ووژل.

طالبانو دا موضوع رد کړې ده.