ولسمشر غني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا وغږېد

ولسمشر غني له انتوني بلېنکن سره په ټیلیفوني اړیکه کې د طالبانو روانې حملې وغندلې.

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا خبرې وکړې.

ارګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړو مشرانو پرون په ټیلیفوني تماس کې د وسله والو طالبانو روانې حملې هم وغندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نېډ پرایس وویل چې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکا د ملاتړ پر تعهد بیا ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د امنیت شورا په اعلامیه کې د جګړې پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو زیاتېدو ته هم اندېښنه ښوولې شوې ده.