هلمند والي: د امنیه قوماندانۍ، بولان سیمې او ښار ځینو برخو کې جګړې روانې دي

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د افغان ځواکونو عملیات

د هلمند والي وايي چې د مرکز لښکرګاه د امنیه قومانداني شاوخوا جګړه روانه ده، همدراز د بولان په سیمه او د ښار په څلور پنځو نورو برخو کې جګړې روانې دي.

ازادي راډیو ته د والي محمد ولي علیزي په وینا د دې جګړې پر مهال طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ښاغلی علیزی زیاتوي: "له پرون راهیسې د دوی تر ۲۲۰ کسان وژل شوي او د ټپيانو شمېر یې بېخي ډېر دی، خو هغه جسدونه چې زموږ تر سترګو شوي تقریباً ۸۰، ۹۰ کسان‌یې په کوڅو کې پراته دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما نن په فېس‌بوک او ټویټر کې لیکلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لښکرګاه کې د جګړو پر مهال ۴۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي چې د ده په وینا د دښمن الوتکو د لښکرګاه په کندهار اډه سیمه کې پر یوه جومات بمباري کړې ده چې له امله‌یې دا جومات او ګڼ شمېر دکانونه تخریب شوي دي.