د اوکراین پولیسو نن وویل چې دوی د بلاروس د فعال ویتال شیشو د مشکوک قتل قضیه څېړي.
د ویتال شیشو جسد په پلازمېنه کیف کې خپل کور ته نږدې وموندل شو.
د بلاروس کور په نوم د شیشو غیر دولتي مؤسسه له هغو خلکو سره چې د الکساندر لوکاشینکا د رژیم له ځورونو او زور زیاتي څخه تښتېدلي دي، مرسته کوي.
په بلاروس کې د ۲۰۲۰ کال په اګسټ کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته چې پهکې لوکاشینکا د شپږم دور لپاره بریالی اعلان شو، پراخې مظاهرې وشوې او دا مظاهرې د لوکاشینکا له لوري سختې وځپل شوې.
ویتال شیشو پرون په کیف کې ورک شو او نن د کیف په یوه پارک کې د ده مړی راځوړند پیدا شو.