افغانستان کې د طالبانو بریدونو ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر ژوره اندېښنه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو راپورونو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي بلېنکن په واشنګټن کې وویل: "موږ په بېلابېلو سیمو کې چې د طالبانو تر برید لاندې دي، د دوی د جنایتونو راپورونه لیدلي دي، دا راپورونه د ژورې اندېښنې وړ دي او دا جنایتونه یو مخ د منلو نه‌دي."

د بلېنکن تر دې څرګندونو مخکې پرون په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو څرګنده کړه چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په لسګونه ملکیان وژلي دي.

طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په سپین بولدک کې یې شااوخوا ۴۰ کسان تشخیص کړي چې طالبانو وژلي دي.