د کرکټ شل اووریز جام په اړه د پاکستاني کرکټر شعیب اختر وړاندوینه

ارشیف

د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په اړه یوه پاکستاني کرکټر شعیب اختر وړاندوینه کړې.

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېزتوپ اچونکی شعیب اختر وايي، د راتلونکې شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به افغانستان، هند، پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې لاره پیدا کړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د یادو څلورو لوبډلو له ډلې به هند او پاکستان د نړیوال جام پایلوبه وکړي او د پایلوبې ګټونکی هېواد به پاکستان وي.