چارواکي: په سرپل کې ۳۶ شنې خونې جوړیږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګول وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د ۳۶ شنو خونو رغنیزې چارې پیل شوې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ازادي راډيو ته ویل، دغه شنې خونې چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې ده، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.

د ښاغلي رستمي په خبره یادې شنې خونې چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانۍ دی، له تشویقي بودجې څخه د سبو د کرکېلي دودولو په پار جوړېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د سبو د کرکېلي په پار ۱۶۴ شنې خونې جوړ شوي دي.