د افغانستان بانک له انټرنیټ پرته د پيسو د لېږد پروګرام پرانېست

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک له انټرنیټ پرته د عادي ټیلیفونونو له لارې د معاشونو د ورکړې او د پيسو د لېږد پروګرام تېره ورځ پرانېست.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې د بانک د سرپرست اجمل احمدي له قوله ویل شوي، له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کار کوونکي د عادي ټیلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هرهغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.

په اعلامیه کې د جمهور رییس محمد اشرف غني له قوله راغلي، دا سیستم به د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور تمام شي.

ښاغلي غني ویلي چې دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د افغانستان د ملکي او پوځي کار کوونکو تنخواګانې د بانکونو له لارې ورکول کېږي چې چېک او لېږد یې ځیرک ټیلیفونونو او انټرنیټ ته اړتیا لري.