خلیلزاد: که افغانان جوړ جاړی ونه کړي، بلې جګړې سره به مخ شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، له یوې بلې دوامداره جګړې سره به مخامخ شي.

زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، د افغانستان دولت او طالبان باید دواړه د هېواد ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي: "د سولې خبرې چې د هوکړې له لاسلیک وروسته شروع شوې، لازم پرمختګ یې نه دی کړی، دواړه لوري ډېره هڅه کوي چې له پوځي لارې ستونزه هواره کړي، اوس د دې وخت را رسیدلی چې رهبران د جګړې د حل لارې پرځای خبرې جدي پيل کړي او لومړیتوب دې ته ورکړي چې یوې هوکړې ته ورسیږي."

ښاغلی خلیلزاد وایي، د جګړو دوام یوازې افغانانو ته زیان اړوي او بله کومه ګټه نه لري.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په هرات، کندهار، هلمند او یو شمېر شمالي ولایتونو کې جګړې زیاتې کړي دي.

له خلیلزاد سره د ازادي راډیو بشپړه مرکه په راتلونکو خپرونو کې اوریدلی شی.