د هرات ښاریانو د 'الله اکبر' په ویلو له امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود

ارشیف، هرات کې یو امنیتي سرتیری د تلاشۍ پر مهال

د هرات ښار اوسیدونکو تېره شپه په ناببره توګه د 'الله اکبر' په ویلو د امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ.

هراتیان ماسخوتن مهال د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د هرات ښار په څنډو کې له تېرو شااوخوا شپږو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته ویلي چې له دې جګړو ۲۷ مړي او نژدې دوه سوه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې ملکیان هم په کې دي.

د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د هراتیانو نوی حرکت د لوړ پوړو چارواکو له خوا په پراخ ډول ستایل شوی دی.