کندهار کې جګړې؛ چارواکي: ۲۲ زره کورنۍ له خپلو مېنو رابې ځایه شوي

کندهار کې د جګړو له امله رابې ځایه شوي کډوال

د کندهار ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د جګړو له کبله په تېرو درېیو اونیو کې شااوخوا دوه ویشت زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس دوست محمدنایاب تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې کډوالو یوه برخه چې ډېری ښځې او ماشومان دي په دولتي ودانیو کې ځای پرځای شوې دي.

نایاب وویل: "نژدې دوه ویشت زره کورنۍ د کندهار ښار له اوو ناحیو او هغو ولسوالیو څخه چې جګړې په کې روانې دي، د کندهار امن سیمو ته را بې ځایه شوي. موږ تقریباً نهه نیم زره کسان په دولتي تاسیساتو کې ځای پرځای کړي دي چې اکثریت ماشومان او ښځې دي."

د کندهار په پنځمه، نهمه، دیارلسمه او پنځلسمه ناحیه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.