د ترکیې ځنګلونو کې اور لګېدنه؛ تر اوسه ۸ کسان وژل شوي

د ترکیې په ځنګلونو کې لګیدلی اور

د ترکیې په ځنګلونو کې د اور لګېدو د دوام له کبله تر اوسه د لږ تر لږه اتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې د جنوب په ځنګلونو کې دا اور اووه ورځې مخکې ولګېد چې په ترڅ کې تر ډېره د دې هېواد ساحلي ښارونه چې د کال په دې موسم کې سیلانیان ورته راځي، زیانمن شول.

د ترکیې د ځنګلونو وزیر باقر پاګدیمیرلي پرون د اګسټ په دوهمه وویل چې دوی تر دې دمه په ۱۲۵ ساحو کې لګېدلی اور کنټرول کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دې اور د لګېدو علتونه سخته تودوخه او تُند بادونه دي.

د راپورونو له مخې د متضررو سیمو زرګونه اوسېدونکو خپل کورونه پریښي او یو شمېر سیلانیان هم له خپلو هوټلونو څخه وتلي او ځانونه یې امن ځایونو ته رسولي دي.

اروپايي ټولنې ویلي دي چې د اور وژنې درې الوتکې د مرستې لپاره ترکیې ته استوي.

انقره وايي چې له اوکراین، روسیې، ایران او آذربایجان څخه یې هم د اور وژنې د الوتکو غوښتنه کړې ده.