د بې‌پولې ډاکترانو سازمان افغانستان کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده

ارشیف، د افغانستان په کندز ولایت کې د بې‌پولې ډاکترانو سازمان روغتون مخ ته ولاړ د دغه روغتون ډاکتران او د افغان ځواکونو یو ټانک او سرتېری

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان (اېم‌اېس‌اېف) په افغانستان کې د جګړو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې له مې راهیسې جګړو زور اخیستی، خو په وروستیو اوونیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ شخړو کې لا پسې ډېروالی راغلی او شخړې د هلمند ولایت د لښکرګاه په شان ښاري سیمو ته ننوتي.

په هلمند کې د (اېم‌اېس‌اېف) همغږې کوونکې سارا لیهي ویلي: "په ګڼ مېشتو سیمو کې د مرمیو انداخت، هوایي بریدونه او د هاوانونو توغول په دوامداره توګه ترسره کېږي. کورونه بمبارېږي او ډېر شمېر خلک له سختو ټپونو ځورېږي."

مېرمن سارا زیاته کړې چې په ښاري سیمو کې د جګړو زیاتېدو د «اېم‌اېس‌اېف» کارکوونکي وېرولي دي.

«اېم‌اېس‌اېف» ویلي که څه هم د سختو ټپیانو درملنه د دوی په غاړه نه‌وه، خو اوس په ورځ کې د ۱۰ ټپيانو جراحي عملیات کوي.

د بې‌پولې ډاکترانو د بیان له مخې په ټوله کې، د مې میاشتې له ۳مې بیا د جولای تر ۳۱مې، د «اېم‌اېس‌اېف» ټیمونو د شخړو له کبله د ۴۸۲ ټپي شویو کسانو درملنه وکړه چې نږدې ۹۲ سلنه کسان د چرو او مرمیو له کبله ټپیان شوي وو او نږدې څلورمه برخه یا ۲۶٪ سلنه له ۱۸ څخه کم عمره کسان وو.