په ترکیه کې د ځنګلي سیمو د اورلګېدنې په دوام د مړو شمېره شپږ تنو ته لوړه شوې او زرګونه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
روېټرز راپور ورکړی چې اور وژونکي لاهم په ساحلي ښارونو مانوګات او مارماریس کې د اور د قابو کولو لپاره کار کوي.
د ترکیې د ځنګلونو وزیر بیکر پاکدیمیرلي په وینا، په دې سیمو کې اورونه لاهم د سختې تودوخې او باد له امله روان دي.
د ترکیې د ځنګلونو وزارت اعلان کړی چې په تېرو څو ورځو کې د ۱۱۲ سیمو څخه چې اورونه پهکې بل دي د شااوخوا ۱۰۷ سیمو اورونه تر یکشنبې پورې کنټرول شوي.
په ترکیه کې پراخه اورونه چې درې ورځې دمخه د ترکیې سیاحتي ښارونو او ځنګلي سیمو لکه انتالیا، بودوروم، مارماریس او مرسین کې پیل شوي، په زرګونه سیلانیان د دې سیمو د هوټلونو او تفرېح ځایونو پرېښودو ته اړ کړي.