جمهور رئيس غني پر روانو حالاتو د ملي شورا يوې فوق‌العاده غونډې ته وینا وکړه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي شورا فوق‌العاده غونډې ته د وينا پر مهال

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د ملي شورا په یوه فوق‌العاده غونډه کې د دغه هېواد په روانو حالاتو وینا وکړه.

ښاغلي غني وویل: "د افغانستان خلک له یوه ښکاره یرغل سره مخ دي او دا یوه وجیبه ده چې ټول د دغه یرغل په وړاندې ودرېږي."

هغه د سولې په تړاو په خپله وینا کې هم یادونه وکړه: "موږ ډېره نرمي وښودله او داسې ګامونه مو واخیستل چې د نړۍ په هېڅ کونج کې حکومت د پورته کولو جرئت نه‌لري، خو زموږ دښمن نه‌یوازې د سولې خوا ته ګام وانه‌خیست، بلکې زموږ اخلاص او صداقت‌یې کمزوري وګڼله."

جمهور رئیس غني داسې وخت د ملي شورا فوق‌العاده غونډه وربللې او وینا یې وکړه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی.

په وروستیو څو ورځو کې جګړې د هرات، کندهار، لښکرګاه او ځینو لویو ښارونو شااوخوا او ان دننه ځینو سیمو ته رسېدلي.