یو مرستندوی بنسټ وايي، تر ۷۰۰ زیات کسان چې هڅهیې کوله په وړو کښتیو کې له مدیترانې سمندرګي واوړي، ژغورل شوي دي.
د اېساواېس مدیتراني (SOS Mediterranee) په نوم مرستندویې ډلې پرون ویلي چې د ژغورنې ډېری عملیات د لیبیا او مالتا سواحلو ته څېرمه شوي دي.
اېساواېس مدیتراني ډله وايي، دغه پناه غوښتونکي د لرګیو په کښتیو کې سپاره وو چې د دوی مرستندویې کښتۍ د دوی مرستې ته ورغلې.
راپورونه وايي په کښتیو کې سپاره پناه غوښتونکي د لیبیا او تونس وګړي وو چې هڅهیې کوله ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو په حواله په روان میلادي کال کې د مدیترانې په مرکزي برخو کې ۹۳۰ پناه غوښتونکي مړه شوي دي.