په پام کې ده د امریکا متحده ایالاتو حکومت په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه د افغانانو د ځای پر ځای کولو لپاره نوی پروګرام اعلان کړي.
روېټرز خبري اژانس د یوه چارواکي او دوو نورو کسانو په حواله چې له دې موضوع خبر وو، دا راپور ورکړی دی.
د دغو درېیو سرچینو په حواله چې نومونهیې نهدي اخیستل شوي، د کډوالۍ د دوهم لومړیتوب په نوم د پروګرام د ایجاد اعلان به احتمالاً د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا نن وشي.
د اژانس په وینا، د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام (SIV) په چوکاټ کې تېره اوونۍ شااوخوا ۲۰۰ کسان چې د دوی او د کورنیو د غړو د ویزو کار یې په وروستیو مرحلو کې وو، امریکا ته رسېدلي دي.
په دې پروګرام کې ښايي شااوخوا ۵،۰۰۰ کسان شامل کړای شي.
سرچینو روېټرز ته ویلي، د کډوالۍ نوی پروګرام به له هغو افغانانو سره ارتباط لري چې د امریکا په مالي مرسته په عملي شویو پروژو، یا هم په امریکا کې دېره غیر دولتي ادارو یا هم امریکايي رسنیو سره کار کړی وي.