د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې د پنځو وژل شویو په ډله کې د حزبالله ډلې درې غړي هم شامل دي.
د لبنان امنیتي چارواکي وايي، دغه کسان پرون په هغه حمله کې وژل شوي چې د دې ډلې د یوه وژل شوي غړي د جنازې پر مراسمو وشوه.
پرون د لبنان د دې شیعه ډلې د غړو او ځایي سني اوسېدونکو ترمنځ په وسلهواله نښته کې چې په خلده سیمه کې وشوه، ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
ایران د حزبالله ډلې ملاتړ کوي.
د جنازې مراسم د حزبالله ډلې د هغه غړي و چې تر دې یوه شپه مخکې وژل شوی و.