په کابل کې پنځه زره ښځو او نارینهوو په ملي پوځي اکاډمي کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړه.
د دوی د ازموینې پر مهال د افغان پوځ لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزی او نور لوړپوړي پوځي چارواکي هم حاضر و.
جنرال احمدزي په پوځي اکاډمي کې د شاملېدو لپاره ځوانان وستایل: "له تاسو هر یوه او له ګرانو کورنیو مو مننه کوم چې په دې حساسو شرایطو کې چې زموږ په هېواد د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو لهخوا حمله شوې او تاسو راغلي یاست د ملي اردو په لیکو کې شمولیت کوئ. امتحان ورکوئ او بالاخره په پروسه کې شاملېږئ."
دفاع وزارت وايي بریالي داوطلبان به د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون په ملي پوځي اکاډمي کې شامل او زدهکړې وویني.
په کابل کې داسې وخت ۵ زره ځوانانو پوځي اکاډمي کې د شاملېدو ازموینه ورکړې چې په ټول هېواد کې جګړو زور اخیستی او ورځ تر بلې افغان پوځ او وسلهوال طالبان په یو بل بریدونه کوي.