پاکستاني چارواکي وايي وسلهوالو بریدګرو د پاکستان دوه هغه پولیس افسران په نښه کړي چې د پولیو واکسین د ټیم امنیتیې ساته.
برید موټرسایکل سپرو کسانو پرون په پېښور ښار کې کړی دی.
د برید په نتیجه کې د پاکستان د پولیسو یو افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.
د واکسین د ټیم غړو ته زیان نهدی رسېدلی.
دا پېښه پرون د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې شوې ده.
تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
پاکستان د جولای په ۳۰مه د پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ او تمه کېږي چې په خېبر پښتونخوا کې درې ملیونه او اووه لکه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.