د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د مشورو لپاره کابل ته راغلی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلی.

نوموړي نن یکشنبه(د زمري ۱۰مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دوحه کې اوس مهال راتلونکي نظام او اساسي قانون تر بحث لاندې دي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او افغان ولس مشورې اړیني دي.

هغه وايي، دیني عالمان کولی شي د راتلونکي نظام په جوړښت کې رغنده رول ولوبوي.

د ښاغلي ستانکزي په باور، د یوې تل پاتې او هر اړخیزې سولې لپاره د دواړو خواو جدي اراده اړینه ده.

نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت د سولې لپاره جدي اراده لري او مقابل لوری باید خپله قاطع اراده وښيې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې دغه ډله د سولې خبرو ته جدي اراده لري.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، که جدي اراده رامنځته شي د افغانستان جګړه په یوې میاشت کابو کېدای شي.

ښاغلی ستانکزی داسې مهال کابل ته راځي چې له تېرو لسو میاشتو راپه دېخوا په دوحه کې د جګړې دواړه لوري په خبرو بوخت دي.