د جلال اباد ښاروالۍ وايي، عواید یې ۷۹ میلیونه افغانۍ لوړ شوي

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، د روان کال د اوو میاستو عواید یې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۷۹ میلیونه افغانۍ لوړ شوي دي.

د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر چې نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته معلومات ورکول وویل چې له دې عوایدو ۳ اعشاریه ۹ میلیونه افغانۍ په عایداتي قرارداونو، ۱۲ اعشاریه نهه میلیونه یې د مصرفي قراردادونو، په همدې موده کې د زرګونه لیتره تېلو مصارف هم سپما کړي دي.

ښاروال اباسین بهیر زیاته کړه: "له تېرو اوو میاشتو راهیسې چې زه د جلال اباد د ښاروال په توګه ټاکل شوی یم، نو په دغه اوو میاشتو کې زموږ عواید ۷۹ میلیونه افغانۍ زیات شوی او همدارنګه ۷۶۵۰۰ لېتره تېل هم سپما شوي دي، ستونزې شته، خو هڅه کوو څو ټولو ته د حل لار پیدا کړو."

نوموړي ومنله چې ښاروالۍ کې په تېرو پنځو کلونو کې د ترسره شوي فساد دوسیې تر څېړنو لاندې دي خو زياتوي، د فساد هغه تورونه چې په دې وروستیو کې پر ښاروالۍ لګېدلي او ټولنيزو رسنيو کې پرې ګرم بحث کېده، د څېړنې لپاره يې له مرکزه د ور استول شوي پلاوي څېړونو وښودله چې کره نه دي.

د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر ومنله چې په تېرو پنځو کلونو کې د ترسره شوي فساد دوسیې تر څېړنو لاندې دي

د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر وویل: "کوم راپور چې په دې وروستیو کې د ځينو رسنیو له لارې خپور شوی دا هسې یوه ادعا وه او په همدې اړه یو پلاوی له کابله راغلی وو چې له څیړنو وروسته ثابته شوه چې هر څه خپاره شوي ادعاوې دي او هېڅ کوم سند یې ترلاسه نه کړ."

د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر د دغه کانفرانس په اوږدو کې د یو شمېر منظور شوېو پروژو یادونه وکړه چې په نېږدې راتلونکو ورځو کې به پیل شي.

دی وايي: "په منظور شوې بودجه چې اوس موږ ته په واک کې راکړل شوې ده، په دې پروژه کې د سړکونو داغ ګیري، د ښاروالۍ لپاره د نوې ودانۍ جوړېدل، د سراج العمارت بڼ جوړېدل، د ښار په یوه څلورلاري کې د ځمکې لاندې د سړک جوړول او نورې مهمې پروژې شاملې دي."

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې یو شمېر د جلال اباد ښاریانو نیوکه کوله چې ګوندې د ښاروالۍ له کړنو خوښ نه دي او په خبره یې، په ګمارنو، قراردادونو او د ښار ګوټو د وېش په پروژه کې یې فساد کړی، خو ښاروال دا نیوکي له یوې مخې رد کړې او د ښاروالۍ د خالي بستونو لپاره یې د کارکوونکو د ژر ګمارنې لپاره هم د ګوتو په شمار ورځو کې د ازموینو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ.