دایکنډي کې د 'طلايي جام' کیوان کیک بوکسینګ سیالۍ پای ته ورسېدې

په دایکنډي ولایت کې د طلايي جام په نوم د کیوان کیک بوکسینګ سیالۍ نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) پای ته ورسېدې.

د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنیز دفتر غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، دا لوبې درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په مرکز کې پيل شوې وې.

د نوموړي په وینا دغو لوبو کې د مرکز نیلي او اتو ولسوالیو شااوخوا اتیا لوبغاړو ګډون کړی وو.

ښاغلی قاري زاده زیاتوي، له دغو لوبو هدف د کیوان کیک بوکسینګ لوبډلې لپاره د غوره څېرو پيژندل ږو.

د ملي الپمیک کمېټه مسوولین وايي، د سیالیو په پای غوره لوبډلو او لوبغاړو ته مډالونه هم ورکړل شول.