د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کابل په ګډون یې ځینو ولایتونو ته د ۱۵ خصوصي اکاډمیو یا روزنځایونو د فعالیت جوازونه ورکړل.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام د کرکټ خصوصي سکتور ته د ځانګړي ارزښت، د دغې لوبې ودې، پراختیا او ملاتړ په هدف شوی دی.
د نوموړي په وینا هغه روزنځایونه چې د بورډ سره د فعالیت جواز ولري، له ګڼو-ګټو به برخمن شي لکه د ادارې له لوري دوامداره څارنه، د ادارې د روزونکو له خوا میاشتنۍ کتنه، لوبغاړو ته د مخته تګ زمینه برابرول، د روزنځایونو په رسمي سیالیو کې ګډون او نور.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دم ګړۍ په دغه هېواد کې د ثبت شوېو خصوصي روزنځایونو شمېر ۲۴ ته رسېږي.