افغان حکومت: جرمني دې د جګړې پای لپاره پر طالبانو فشار راوړي

د افغانستان د بهرنیو چارو محمد حنیف اتمر په کابل کې د جرمني د سفارت شارژدافیر ژان هندریک وون ټیل سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جرمني پر حکومت غږ کړی چې د جګړو د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې پر طالبانو فشار زیات کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او په کابل کې د جرمني د سفارت شارژدافیر ژان هندریک وون ټیل نن د زمري په لسمه نېټه په خپله کتنه کې په افغانستان کې پر روان تشدد، جنایتونو او بشري حقونو سرغړونو اندېښنه وښوده.

ښاغلي هېواد زیاته کړه: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه په تېره جرمني دې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د وژنو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار راوړي. "

بیان زیاتوي چې د جرمني شارژدافیر د افغانستان د سولې له بهیره د خپل هېواد د ملاتړ او د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.