د بشري حقونو کمېسیون:د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۸۰ سلنه زیاته شوې

د افغانستان په جنګ کې ټپي شوی ماشوم

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې د تېر کال د همدې مودې پرتله اتیا سلنه زیاتوالی راغلی.

دې کمېسیون نن د زمري په لسمه په یوه نوي راپور کې وویل چې د سږني کال د جنوري له لومړۍ نېټې د جون تر پایه، د افغانستان په جګړو کې نژدې ۱۷ سوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۶۰۰ زیات نور ملکیان ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې په وژل شوېو کې ۱۲۶ ښځې او ۳۷۳ ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون طالبان په ۵۶ سلنه، نامعلوم وسله وال په ۲۲ سلنه، افغان دولتي ځواکونه په ۱۵ سلنه او داعش ډله په ۷ سلنه ملکي مرګ ژوبله ګرم بللي دي.

د دې سازمان د راپور له مخې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړو په ترڅ کې ۱۲۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپیان وو.

کمېسیون یو ځل بیا د مذاکراتو له لارې د جګړې پر ختمېدو ټینګار کړی او له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو څخه یې غوښتي دي چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپور رد کړ، خو افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.