بندرونو کې ناامنۍ؛ الکوزی: په وارداتو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، په بندرونو کې د ناامنیو له امله د تېر لمریز کال د همدې مودې پرتله په وارداتو کې لس سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، ځینې سوداګریز بندرونه د طالبانو لاسونو ته لوېدلي، که څه هم صادارت او واردات ورنه کېږي، خو له سوداګریزو مالونو دوه ځایه محصول اخیستل کېږي، یو ځای حکومت او بل ځای یې هم طالبان اخلي.

الکوزي زیاته کړه: "د ناامنیو له امله په وارداتو کې لس سلنه کمښت راغلی، پخوا به چې پنځوس سوداګریز واګونونه افغانستان ته راتلل، خو اوس ایله شل او یا دریش راځي."

ښاغلی الکوزی زیاتوي، دا چې اوس د مېوې موسم دی، نو د تېرکال د همدې مودې پرتله یې په صادراتو کې پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې شپږ لوی بندرونه د طالبانو لاسونو ته لوېدلي چې د افغانستان د مالیې وزارت وايي، له دې سره د دولت په عوایدو کې کموالی راغلی دی.

طالبانو ويلي چې د دوی تر ولکې لاندې ګمرکونو کې عواید د طالبانو د تعرفو پر بنسټ ټولېږي، خو د دوی په خبره شخصي جېبونو ته نه بلکې بیت المال ته سپارل کېږي.

تېره اوونۍ د افغانستان دفاع وزارت ازادي راډيو ته ویلي وو چې د مهمو بندرونو او ستراتیژيکو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیاتي پلان چمتو شوی، خو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دا عملیات په احتياط روان دي.