چارواکي: پکتیا کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي

ارشیف، د افغانستان زعفران

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، په پکتیا ولایت کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې یادې ننداریزې کروندې به په مرکز، احمد ابا، سیدکرم، شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسواليو کې د زعفرانو د تولید د زیاتوالي او دودولو په موخه جوړ شي.

د نوموړي په وینا د یادو سیمو بزګرانو ته د زعفرانو د پیازو د وېش لړۍ هم پیل شوې چې هر بزګر ته ۵۰۰ کیلو د زعفرانو تخم ورکول کېږي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، زعفران په لږه ځمکه کې ډېر حاصل ورکوي، د اوبو اړتیا يې کمه، کرنیزې چارې یې اسانه او د پکتیا اقلیم ورته ښه مناسب دی.

د زعفرانو د کر برخه کې دا هڅونې داسې مهال دي چې روان کال د دویم ځل لپاره افغان زعفرانو د کیفیت له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.