دفاع وزارت: بلخ کې د طالبان د جلب او جذب مسول ونیول شو

نیول شوي کسان

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې یې د طالبانو د جلب او جذب مسول او دوه مسلکي ماین جوړونکي نیولي دي.

دغه وزارت تېرماښام په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو نیول شوی مسول عبدالقادر یاد کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دې کسانو سره یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.

طالبانو بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې کلدار ولسوالۍ کې یې کوم مسول نه دی نیول شوی.