د نورستان والي وایي، نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) سهار به د کامدیش ولسوالۍ د میردیش سیمې سیلاب ځپلو ته مرسته ور ورسېږي.
حافظ عبدالقیوم تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل چې کامدیش کې سېلابونو ۱۱۳ تنه وژلي ۱۷ یې ټپیان کړي او پر دې سربیره یې خلکو ته دروند مالي زیان اړولی دی: "۱۷۳ کورونه مکمل تخریب شوي دي، ۱۲ کیلو متره سړک هم تر اوبو لاندې شوی او ۱۱ سوه جریمه زراعتي ځمکه تخریب شوې. موږ له زیانمنو شویو سره په لومړي پړاو کې عاجلې خوراکي او غیرخوراکي مرستې کوو."
دغې سیمه کې تېره چهارشنبه سیلابونه راووتل.
طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پرون ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حضور له کبله سیلاب ځپلو ته مرسته کوونکي ټیمونه نه دي ور رسیدلي.
له دې وړاندې بیا طالبانو ژمنه کړې وه چې سیلاب ځپلو ته د مرستو لپاره لارې خلاصې دي.