د ترکیې د دفاع وزیر حلوسي اکار وایي، که د افغانستان دولت ورسره موافقه وکړي، هېواد یې چمتو دی چې د کابل هوایي ډګر د مدیریت مسولیت واخلي.
اکار دا څرګندونې پرون له خپل افغان سیال بسم الله محمدي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.
په انقره کې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې د دفاع وزیر د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره هم چمتوالی ښودلی دی.
ترکیه غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کنټرول مسولیت واخلي، خو طالبانو ورسره کلک مخالفت وښود.
د طالبانو له مخالفت وروسته ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان وویل چې په دې اړه له ښکېلو خواوو سره خبرې کوي، خو تر اوسه د کومې وروستۍ پرېکړې څرک نه لګېږي.