امریکا: روسي هککرانو د فدرالي څارنوالانو پر کمپیوټرونو سایبري برید کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مطرحو فدرالي څارنوالانو پر کمپیوټرونو سایبري برید د روسي هککرانو کار دی.

دغه وزارت ویلي، یوازې په نیویارک کې د څارنوالانو په څلورو دفترونو کې د اتیا فیصده کار کوونکو د ایمیل پر حسابونو برید شوی دی.

د عدلیې وزارت د جولای په ۳۰مه وویل چې دا سایبري بریدونه د تېرکال د مې میاشتې له اوومې د دسمبر تر ۲۷مې نېټې شوي دي.

د دوی په راپور کې راغلي چې روسیي هککران د لسګونه شخصي کمپنیو او د لږ تر لږه نهو دولتي ادارو حسابونو ته هم ننوتلي.

روسي چارواکو سملاسي په دې اړه څه نه دي ویلي.