پر لښکرګاه د طالبانو برید؛ ځايي اوسیدونکي یې اندېښمن کړي

د لښکرګاه ښار یوه څنډه

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ځینو سیمو کې له پخوا وسله والو طالبانو حضور درلود، خو پرون ناوخته د دوی وسله وال د ښار زړه "لومړۍ حوزې" ته د لنډ وخت لپاره ننوتل.

لومړۍ حوزه د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ سره یوازې څو سوه متره واټن لري.

په سیمه کې ازاد خبریال عزیز احمد شفیع ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په لومړۍ حوزه کې له څو ساعته جګړې وروسته د لښکرګاه اړوند سافیانو سیمې ته په شا شول: "په مرکز لښکرګاه کې وضعیت خراب دی، پرون شااوخوا څلور بجې وې چې طالبانو د هیلۍ یا د سولې چوک ته ځانونه را ورسول، جګړې همدلته زور واخېست او بالاخره امنیتي ځواکونه ورسره په جګړه کې ښکېل شول. دوی یې د سولې له چوکه په شا وتمبول. وضعیت لا هم نورمال نه دی، د ښار خلک ټول په تشویش کې دي."

ښاغلي شفیع وویل چې دغه ښار کې مېشت خبریالان هم د ځان د خوندیتوب ډاډ نه لري او طالبان یې د کورونو شااوخوا سیمو ته ور رسیدلي دي.

لښکرګاه ښار

د ده په وینا د جګړې پرمهال د هلمند امنیه قوماندان خالد وردګ هم سرسري ټپی شوی، خو بېرته د جګړې لیکې ته ستون شوی دی.

ازادي راډیو ته د لښکرګاه دوو ځایي اوسیدونکو د پرونۍ جګړې کیسې وکړې: "د هیلۍ چوک له دوکانونو سره وم، ډزې پیل شوې چې ومې کتل رنجر والا یې وویشت، د باډۍ هغه یې ولوېد او بل یې وویشت. طالبان راغلل همداسې د منار چوک خوا ته ولاړل.

-زه چې کله ولاړم د غلام نبي مارکیټ ته سودا مې کوله، له مارکیټه چې را ووتلم ډزې پیل شوې، د چوغکې پر چوک د راکټ فیر او څو ضربې وشوې، له دې سره موږ په ځغاسته شولو او طالبان راغلل."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د هلمند د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ سره د لښکرګاه پر جګړې خبرې وکړي، خو ویل یې چې نظامي جلسه کې دي.

نیویارک ټایمز د هلمند د ولایتي شورا د مشر عطاالله افغان په حواله ویلي چې دغلته پرون شنبه(د زمري ۹مه) یو خصوصي روغتون هم وروسته تر دې بمبار شو چې طالبانو په کې پنا واخېسته.

طالبانو هم پر روغتون بمبار تایید کړی، خو نه یې دي ویلي چې د دوی وسله وال په کې وو او که نه؟

  • هرات کې جګړې

له هلمند سربیره د هرات ښار پل مالان سیمه کې هم افغان ځواکونه د ځایي پاڅونوالو په ملاتړ د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي.

د هرات جګړې خلک اغېزمن کړي او د هوایي ډګر فعالیتونه یې هم درولي دي.

دغلته د پاڅونوالو مشري پخوانی جهادي قوماندان امیر اسماعیل خان کوي، هغه ویلي اجازه نه ورکوي چې طالبان ښار ته ورشي: "د دښمن په مخ کې ولاړ یو، اعظمي هڅه کېږي، د الله په مرسته به هغوی نه پریږدو چې ښار ته ننوځي."

هرات کې د پاڅونوالو مشر پخوانی جهادي قوماندان امیر اسماعیل خان وايي طالبان نه پریږدي چې ښار ته ننوځي.

په کندهار او شمال ختیځ ولایت تخار کې هم طالبانو تحرکات درلودل، خو دفاع وزارت وایي چې په ټولو دغو سیمو کې یې طالبان ځپلي دي.

د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، کندهار، هلمند، هرات او تخار ولایتونو کې يې طالبانو ته بې سارې درنه مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې ژر به طالبان د دې ولایتونو له مرکزونو په شا وتمبوي.

پر افغان ځواکونو سربیره په وروستیو شپو ورځو کې امریکایي ځواکونو هم په کندهار او یو شمېر نورو سیمو کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

دې جګړو تر ډېره ملکیان زیانمن کړي دي. د یوناما تازه راپور وښوده چې د ۲۰۲۱ میلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې ملکیانو ته ډېرې خونړۍ وې او دې موده کې څه باندې پنځه زره ملکیان مړه او ټپیان شوي دي.